خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالقیوم روحاني خپلې کاري چارې پیل کړې

خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالقیوم روحاني خپلې کاري چارې پیل کړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوې محمد نبي عمري له لورې مسؤلینو او خوستوالو ته وروپيژندل شو.
په ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال وویل چې د خوست د ولسونو لپاره د نیکمرغۍ ځای دی، چې داسې یو جهادي او باتدبېره شخصیت یې د والي په توګه وټاکل شو. هغه وویل چې ښاغلی روحاني د اسلامي امارت په هر ورسپارل شوي مسؤلیت کې بریالی دی.