خوست او غور کې له اتو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۵:۳۸
6

پولیسو په خوست او غور ولایتونو کې د اتو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو په خوست ښار او د خوست ولایت په باک او صبریو ولسوالیو کې شپږ کړۍ ماینونه او همداراز د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.