خوست او سمنګان کې ۱۱ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شول

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۸/۱۲/۲ - ۱۱:۴۰
4

پولیسو خوست او سمنګان ولایتونو کې د ۱۱ کړیو ماینونو او د توپ یوې ګولۍ له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د خوست ولایت د قلندر، تڼیو او مندوزیو ولسوالیو په اړوند سیمو کې نهه کړۍ ماینونه او د سمنګان ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د دشت بابه قره پله په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.