خوست او زابل کې له ګڼو چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۰:۴۰
3

پولیسو په خوست کې له یوې ماین چاودنې او د درنو وسلو د اووه ګولیو له چاودنې او همداراز په زابل کې هم له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین او د هاوان او توپ ګولۍ د خوست ولایت د مرکز اړوند په ډاب کلي کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړې وې، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوې.
همداراز پولیسو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم له یوې ترهګریزې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.