خوست، سرپل او هرات کې له ۱۳ ماین چاودنو مخنیوی شوی
پولیسو په خوست، سرپل او هرات ولایتونو کې له ۱۳ ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د خوست ولایت په قلندر، صبریو، باک او علیشېرو ولسوالیو او خوست ښار کې نهه کړۍ ماینونه؛ د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د مرکز په اړوند پرتو سیمو کې درې کړۍ ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.