خلکو د اختر په درېیو ورځو کې د عامه امن پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د امنیت له تأمین څخه رضایت څرګند کړ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۴
sdfgsfg

د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو د اختر په درېیو ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو په نیولو، په ګڼه‌ګوڼه سیمو کې د تلاشي ځایونو په جوړولو او دوامدارې څارنې سره امنیت په بشپړه توګه تأمین کړ.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو د اختر په ورځو کې د امنیت له تأمین څخه خوښي څرګنده کړه او د عامه امن ځواکونو د هڅو هرکلی یې وکړ.

د عامه امن پولیسو رئیس ملا عبدالرحیم ظهیر وایي، د عامه امن پولیسو ځواکونو د بشپړ تعهد سره د اختر په درېیو ورځو کې د ښاریانو د امنیت د تأمین او د امن فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړې، چې له نېکه مرغه وتوانېدل نظم او امنیت په ښه توګه وساتي.

نوموړي زیاته کړه، چې د عامه امن ځواکونه به په راتلونکي کې هم د دوامدار امنیت د تأمین په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.