خبرتیا

moi-af
يؤژةيؤژةيؤةطرظظطر

د کورنیو چارو وزارت د حیواناتو د حفاظت او د ښکاري وسلو ( چره یي، موشکش، سپورتي او عتیقه) په غیر قانوني توګه د لیږد را لیږد او ساتلو لپاره د یادو وسلو لپاره کړنلاره جوړه کړې چې ۴ فصلونه او ۱۷ مادې لري.

مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:

١.     د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د موندلو او مبارزې لوی ریاست د نا مسوولو ډلو د بې وسلې کولو ډایاک لوی مدیریت، د ښکاري ټوپکونو د واردولو او ترانزیت د جوازنو د صدور یوازینۍ مرجع ده.
٢.     د ښکاري ټوپکونو، د واردولو هغه غوښتوونکي چې تجارتي جوازنامې لري، هغوی ته د کورنیو چارو وزارت له لوري جلا جوازونه ورکول کیږي.
٣.     د تجارتي جواز درلودونکي حقیقي او حکمي اشخاص، د کورنیو چارو وزارت لخوا د ځانګړي جواز په اخیستو سره، د ښکاري ټوپکونو، د واردولو او ترانزیت په برخه کې، فعالیتونه تر سره کولای شي.
٤.     د ښکاري ټوپکونو د واردولو او ترانزیت جوازونه، د خپلو مالکانو څخه پرته بل هیڅ چاه ته د لیږد وړ ندي، د سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي.
٥.     په مرکز کې د ښکاري وسلو د ګرځولو جواز غوښتونکي د غوښتنلیک فورمه د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو د ریاست څخه تر لاسه کولای شي او په ولایتونو کې د امنیه قومندانیو د ډایاک د معاونیت څخه او په ولسوالیو کې د امنیه قومندانیو د ترهګری سره د مبارزې مدیریت څخه تر لاسه کولای شي.
٦.     د ښکاري ټوپکونو د واردولو د جواز، درلودونکي کولای شي چې د استازولۍ د اجازه لیک د لاسته راوړلو څخه وروسته په خرڅلاو لاس پورې کړي.
٧.     د دې کړنلارې له پلي کیدو وروسته د ښکاري وسلو خاوندان کولای شي، د شپږو میاشتو په موده کې، د خپلو وسلو د ثبت او راجستر په هکله اقدام وکړي.
٨.     د اتوماتو چره یي ښکاري ټوپکونو واردول په جدي توګه منعه دي.
٩.     موجوده اتومات چره یي ټوپکونه چې پخوا وارد شوي د کړنلارې سره سم په شرایطو برابرو اشخاصو ته د وسلو د ګرځولو جواز ورکول کیږي.
١٠.    هغو کسانو ته چې دې با صلاحیته محکمې له خوا د جنایي جرمونو له امله په مجازاتو محکوم شوي دي، د ښکار د وسلو د وړلو او ساتلو د جوازونو ویش نه تر سره کیږي.

په شرایطو وړ کسان کولای شي چې د (ښکاري وسلو څخه د ګټې اخیستنې پوره کړنلاره) د کورنیو چارو وزارت له ویب پانې د اسنادو او قوانیو له څانګې څخه واخلي او د معلوماتو له اخیستو وروسته خپلې ښکاري وسلې ثبت او راجستر کړي.

ښکاري وسلو څخه د ګټې اخیستنې پوره کړنلاره دانلود

 

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements