خبرتیا

moi-af
adsfa

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د اورلګېدو د مخنیوي او د ګرانو هیوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په موخه له ټولو دولتي او شخصي مؤسساتو او هیوادوالو غواړي چې لاندې ټکي په جدي توګه په نظر کې ونیسي:
۱- د دولتي او شخصي تاسیساتو له ټولو مسؤلینو غوښتنه کیږي چې خپل تاسیسات د اور وژلو په لومړنیو وسایلو سمبال کړي.
۲- د مارکیټونو له ټولو مالکانو غوښتنه کیږي چې د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د مارکیټونو له بامونو د تېلو ذخېرې او هر هغه څه چې د اورلګېدو سبب کیږي زر تر زره راټول او له بامونو ښکته کړي.
۳- د ګازډبو د ډکولو په مهال ډبې له اصلي حجم څخه ۲۰ سلنه کمې ډکې کړئ، واشلونه یې وګورئ او یا یې نوي کړئ.
۴- غیرې معیاري او بدل برقي وسایل مه کاروئ او د برېښنا د شارټۍ د مخنیوي لپاره ټول زاړه لېنونه او فیوزونه جوړ او یا نوي کړئ.
۵- پخلنځي، دکانونو، ګودامونو، کورونو او تل خونو( زېرزمېنیو) ته نږدې د اور اخېستونکو او سون توکو له اېښودو څخه ډډه وکړئ.

۶- د شپې پر مهال د ګازي بخاریو د ناسمو کارولو له کبله په خونه کې اکسیجن کمېږي چې د مسموم کېدو او مړینې لامل ګرځي نو تر ویده کېدو دمخه احتیاط وکړئ او ګازي بخارۍ له خونې بهر کېږدئ.
۷ - له سرغړونکو سره به د اطفایې چارو د تنظیم کړنلارې سره سم قانوني چلند کیږي چې بیا څوک د شکایت حق نه لري.

نوټ: د اورلګېدو په مهال ژر تر ژره لاندې شمېرو ته زنګ ووهئ.  
(۰۲۰۲۱۰۱۳۳۳)، (۰۲۰۲۳۰۰۳۰۴)، (۰۲۰۲۳۰۴۳۶۵) او یا د اطفایې پولیسو له (۱۰۱) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

Back to announcements