خبرتیا

moi-af
سبیلسیبلسی

د افغانستان اسلامي امارت ټولو مسؤلینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هیوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
د همدې حکم له مخې د ټول هیواد په کچه واحد جواز د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک لوی مدیریت لخوا ویشل کیږي، چې نور ټول  پخواني ویشل شوي جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه اعتبار نه لري.
همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۲۵۹) ګڼه حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو وسایطو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظوره شوې، چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ارګانونو مسؤلین، مجاهدین، منسوبین او عام هیوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې د مبارزې لوی ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له اجازه لیک پرته د نظامي او ملکي لېږدوونکو وسایطو په ښېښو د پردو له لګولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د یادو وسایطو په ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.
یادونه: د ملي دفاع محترم وزارت او د استخباراتو محترم لوی ریاست برحاله منسوبین چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پورته یاد شوو ګڼو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او ویشل کيږي او نورو ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هیوادوالو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري جواز لیکونه چاپ او ویشل کيږي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Background image

د پولیسو اکاډمۍخبرتیا

د پولیسو اکاډۍ د ۱۴۰۳/۱۰/۴ نېټې د خبرتیا په تعقیب چې په یاده اکاډمۍ کې د ماسټرۍ پروګرام د نوملیکنې په موخه خپره شوې وه یو ځل بیا ټولو مینوالو ته خب

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۱
Background image

خبرتیا

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د اورلګېدو د مخنیوي او د ګرانو هیوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په موخه له ټولو دولتي او شخصي مؤسساتو او

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو ک

Back to announcements