حیرتان کې د اسعارو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۲
sdaf

​ د بلخ ولایت د سرحدي پولیسو منسوبینو په حیرتان ځمکني بندر کې د ۵۶۵۰ امریکايي ډالرو د قاچاق مخه ونیوله.
​مسؤلین وایي،  یو کس یادې پیسې په مهارت سره په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړې وې، چې غوښتل یې له هېواده یې بهر وباسي، خو د سرحدي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې.