حزب الله افغان د سرحدي پولیسو لوی رییس وټاکل شو 

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۱
شسیشس

ښاغلی افغان نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس لوی پاسوال مولوي زین الله عابر او د امنیتي چارو ستر معینیت درستیزوال مولوي عبدالرحیم احمد له لورې د دې ریاست د نوي ریس په توګه د سرحدي پولیسو منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

د کورنیو چارو وزارت ورغلي پلاوي د سرحدی پولیسو لوی ریاست پخواني رییس الحاج پاسوال شیرمحمد شریف د خدمتونو ستاینه وکړه او نوی ټاکل شوي رییس ته یې په خپلو ورسپارل شوو چارو کې د بریاوو او ښه خدمت هیله وکړه. دغه راز یې په خپلو خبرو کې په ادارو کې تغیر او تبدیل اصل یاد کړ او په اطاعت کولو یې ټینګار وکړ.


د سرحدي پولیسو نوی ټاکل شوي رییس وویل، چې د سرحدی پولیسو د پرمختګ په موخه به شپه او ورځ خپله دنده د کورنیو چارو وزارت د مشر تابه تر لارښونې او د سرحدي پولیسو د لوی ریاست د ټولو منسوبینو په همکارۍ سرته رسوي او په دې برخه کې هر ډول قربانیو ته چمتو دی.  

همداراز د یاد ریاست  پخواني رییس په خپلې وینا کې د خپلې کاري مودې پر مهال له ټولو هېوادولو، مشرانو او همکارو منسوبینو مننه وکړه چې وخت ناوخت یې په رسمي چارو کې نوموړي ته نېکې سلامشورې ورکړي دي. دا راز نوموړي له مشرانو او منسوبینو وغوښتل ترڅو د دې ریاست له نوي رییس څخه خپلې همکارۍ او نېکې مشورې ونه سپموي.