حافظ عبدالرشید عمري د خوست او مولوي حبیب الله شاکر د سمنګانو د امنیه قومندانانو په ټوګه معرفي او رسمآ یې په خپلو دندو پیل وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۷:۲۰
zgg

 

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د خوست ولایت امنیه قومندان د معرفي په غونډه کې، وویل: اسلامي نظام د خلکو په همکاری او شهیدانو د وینو په نظرانه کولو لاسته راغلی او په ټول توان یې باید ساتنه او پالنه وشي.
ښاغلي عمري په خپلو خبرو کې، تولو مسوولینو ته هدایت ورکړ چې په ټول توان د ولسونو خدمت وکړي.
دغه راز، د کورنیو چارو وزارت استازي مولوي فضل الرحمن زهیر د سمنګانو امنیه قومندان د پیژندګلوی په غونډه کې، وویل: تغیر او تبدیل د اسلامي امارت په نظام کې یو اصل ګڼل کیږي او شکر ځای دی چې خلک د خپل کامیاب جهاد په پایله کې او د اسلامي بیرغ لاندې ژوند تیروي.