جوزجان کې ۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جوزجان ولایت په قوش تپه او قرقین ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په دوه بېلو نښتو کې ۲۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
تېره شپه د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د څو مهمو ډلمشرانو په ګډون ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
همداراز د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې نهه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو په ترڅ کې دوه ملي پولیس سرتېري هم شهیدان شوي دي.