جوزجان کې څه باندې ۴۰۰ لیتره الکولي څښاک او مرکبات یې کشف او ترلاسه شول
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په جوزجان ولایت کې پر یوه استوګنیز کور د عملیاتو په پایله کې ۷۰ لیتره الکولي څښاک او ۳۵۰ لیتره مرکبات یې کشف او ضبط کړي دي.
دا عملیات چې د شبرغان ښار په "میرویس مېنه" کلي کې ترسره شوي، د الکولي څښاکو نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه ترکیبي مواد یې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.