جوزجان کې د تاریخي آثارو د ناقانونه کیندنو او د نادرو مرغانو د ښکار په تړاو ۱۲ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۰
dasfasdf

د جوزجان ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ کشفي او امنیتي منسوبینو ۱۲ تنه د تاریخي او لرغونو غونډیو او سیمو د ناقانونه کیندنو او د یادې ولسوالۍ په کوهستان سیمه کې د نادرو مرغانو د ښکار په تړاو پېژندلي او نیولي دي.

نیول شوي کسان د یوې ځانګړې دستګاه په کارولو سره د هغو تاریخي سیمو د پېژندلو هڅه کوله، چې ګومان کېده سره زر پکې موجود دي. دوی همدارنګه د نادرو مرغانو د ښکار هوډ هم درلود، چې د شرطې ځواکونو له لوري ونیول شول.