جوزجان کې اوه تنه نیول شوي او د نشه يي توکو د پروسس یوه فابریکه له‌منځه وړل شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۰
شسیبسشبی

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دې ولایت په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د پروسس یوه فابریکه له ۱۲۸ لیټرو الکولي مشروباتو، ۳۰۰ لیټرو خوسا شوو انګورو او ۹۸ کیلوګرامه ممیزو سره یوځای کشف او له منځه وړې ده.

همداراز ددې ولایت په مربوطاتو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو اوه تنه د نشه يي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.