جلال‌اباد ښار کې هغه ترهګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډکې ګاډۍ ته چاودنه ورکړي، ونیول شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۴۴
6

د ننګرهار پولیسو د جلال‌اباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د یوه چټک کشفي اقدام په ترڅ کې هغه ترهګر نیولی، چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک لاس‌ګاډي ته چاودنه ورکړي.
یاد ترورېست په لاس‌ګاډي کې درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو او شونې وه چې د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په کمپ نومې ګڼه ګوڼې سیمه کې چاودنه ورکړي.
د ننګرهار پولیسو د دې ترهګر د برید په شنډولو سره په جلال‌اباد ښار کې له یوې خونړۍ پېښې او ګڼې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی.