تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان دي

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۶:۲۳
1

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ په متقابلو نښتو او بریدونو کې ۱۴۸ ترهګر طالبان وژل شوي، ۱۶۱ ترهګر ټپیان او ۴ نور نیول شوي او همدارنګه یو زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
یاد ترهګر د ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندوز ولایتونو په اړوند سیمو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي. 
همدارنګه؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ کړۍ ماینونه چې ترهګرو د ملکي خلکو او همداراز د امنیتي ځواکونو د نښه کولو په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.