تورخم کې درې تنه د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۶:۱۲
4

تېره شپه د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یوځای په تورخم ښارګوټي کې درې تنه د سپکو او درنو وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.
یادو کسانو په یوه ټېلر ډوله موټر کې ۱۲۶ میله تفنګچې، ۴۲ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا او نږدې ۱۰ زره نور مهمات ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې جلال اباد ښار ته یې دننه کړي، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
نیول شوي کسان اوسمهال تر لازیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.