تخار کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۱:۱۱
f

تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي  پاڅونونو په ملاتړ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په قره‌پرچاب، سلاخي‌قشلاق، خسکپه او چوبر سیمو کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابیه غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.