تخار کې یو ماین خښوونکی له درېیو همکارانو سره یې ونیول شو.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۰:۴۲
b
تېره ورځ د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په سنګلاخ سیمه کې یو ماین خښوونکی له درېیو همکارانو سره یې ونیول شو.
دا کس هغه وخت ونیول شو، چې غوښتل یې د رستاق ولسوالۍ مرکز ته د موبایل په وسیله یو کړۍ عیار شوی ماین په موټر سایکل ولېږدوي.
د دې کس څخه له پلټنو وروسته درې همکاران یې هم له رستاق ولسوالۍ څخه له پېژندنې وروسته ونیول شول.
له یادو کسانو څخه د یو کړۍ ماین سربېره ترهګرو طالبانو ته اړوند یو شمېر سندونه هم نیول شوي دي.