تخار کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۱
dsfsadf

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د شرطې ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

په کشف شویو وسلو او مهماتو کې ۵ میله کلاشینکوفونه، یوه بریټا تومانچه، د پیکا ۶۰۰ فیره مرمۍ، ۵ کړۍ لاسي بمونه، ۴ شاجورونه او یو مقدار چاودېدونکي توکي شامل دي، چې په یوه استوګنیز کور کې ساتل کېدل.