تخار کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۱:۲۱
ا

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تالقان ښار کې د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو په یو کرولا موټر کې اوه کیلو ګرامه هیرویین او یو مازدا موټر کې ۲۲ بوتله کېمیاوي تېزاب ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.