تخار کې د یوه ځوان د قتل عاملین ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۰:۵
6

د تخار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز تالقان ښار په اړوند سیمو کې دوه تنه د یوه ځوان د قتل په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو څه موده دمخه د تالقان ښار په اړوند سیمو کې یو ځوان د تېشې په وسیله لومړی وژلی او وروسته یې خښ کړی و.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او د پولیسو د لومړنیو څېړنو پایله ښيي، چې دا قضیه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.