تخار کې د یوه پولیس په قتل تورن کس ووژل شو او څلور نور همکاران یې ونیول شول

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د رستاق ولسوالۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د غیرمسووله وسلهوالو د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو په هدف چې د یوه پولیس په قتل هم تورن وو، یو لړ عملیات ترسره کړي.
پهدې عملیاتو کې یاد وسلهوال له پولیسو سره نښتي او په ترڅ کې يې د دې وسلهوالو ډلمشر وژل شوی او څلور نور غړي یې ژوندي نیول شوي دي.
وژل شوی کس برهان نومېږي او څه موده دمخه یې د کابل ولایت د امنیه قومندنۍ یو پولیس چې د رخصتۍ په موخه رستاق ولسوالۍ ته خپل کور ته تللی و، په شهادت رسولی او بیا د پېښې له سیمې تښتېدلی و.
له دې کسانو څخه یو قبضه راکېټ، دوه میله کلاشینکوفونه او یو شمېر تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.