تخار کې د لسګونه کیلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخنیوی وشو

د تخار امنیې قومندانۍ نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په یو کشفي عملیات کې د یاد ولایت مرکز تالقانو ښار ته څېرمه په خطایان سیمه کې دوه تنه د ۶۰ کیلو ګرامو تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
پولیسو نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.