تخار کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون اوه ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په پایشاف، نواباد، رحیم اباد، تالقاني ها او خواجه حافظ کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر په ګډون اوه ترهګر طالبان وژلي دی.
پدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو یو میل کلاشینکوف او یو قبضه نارنجک هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.