تخار کې دوه نامسووله وسله وال ونيول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۸:۵۸
g

تخار کې پوليسو دوه نامسووله وسله وال چې څو شېبې وړاندې يې د دشت قلعه ولسوالۍ دوه مېشتي په ډزو ټپيان کړي وو، له پېژندنې وروسته نيولي دي.
دا کسان هغه مهال ونيول شول، چې پوليسو په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو غلو د نيولو په هدف يو لړ عمليات په لاره اچولي وو او دې کسانو له غلو د ملاتړ په موخه پر پوليسو او ملکي خلکو ډزې کړې وې.
د يادونې ده چې له دې کسانو څخه يو ميل ماشيندار پيکا او يو ميل کلاشينکوف د پوليسو لاسته ورغلي دي.