تخار کې درې ماین خښوونکي وژل شوي او په غزني او تخار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی

تخار کې درې ترهګر طالبان د خپل لاسي ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
یادو کسانو غوښتل د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د فخرک کلي د سړک پر مسیر د ترورېستي پېښو په موخه ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې دا کسان وژل شوي دي.
همداراز؛ د تخار او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې هم له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
یاد ماینونه په تازهګۍ سره د ترهګرو طالبانو لخوا د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د سړک پر مسیر او د غزني ولایت د زنه خان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګریزو پېښو په موخه ځای پر ځای شوي وو.