تخار پولیسو دوه حرفوي غله ونیول

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۰:۴۹
u

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو په تالقان ښار کې دوه حرفوي غله نیولي دي.
یادو کسانو له یوې کرايۍ هټۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د رخت پلورنې په یوه سرای کې د دوه صرافیو بام او دېوالونه سوري کړي وو او غوښتل یې ۴۰ زره امریکايي ډالره غلا کړي، چې د پولیسو د پر وخت اقدام په پایله کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.