تخار او فراه کې نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۳۷
sdfaf

د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو د هدفي عملیاتو په پایله کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک، چې په یوه نقلیه وسیله کې په ماهرانه ډول ځای پرځای شوي وو او نامعلوم ځای ته قاچاق کېدل، کشف او ضبط کړي دي.

همدارنګه، د فراه ولایت په مربوطاتو کې اووه کیلوګرامه تریاک او له ۱۵۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر ومان بوټي چې د نشه‌یي توکو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، کشف او وسوځول شول.

د یادو قضیو په تړاو څلور تنه نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.