تخار او بلخ کې څلور تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یوه زرګر د وژنې او پيسو د غلا په تړاو نیولي دي.
همداراز هغه ښځه چې څه موده دمخه یې په مزارشریف ښار کې خپل خاوند د تېشې په وسیله وژلی و، د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له یوه همکار سره یې یو ځای نیول شوی دی.