تخار او بغلان کې ۴۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
asdfsaf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو له لوري د تخار ولایت په ملکیان او خطایان سیمو کې ۲۶ کیلوګرامه او د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ۱۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول.

د یادو دوو پېښو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.