بې اسناده وسایط د کابل په دروازو کې ودرول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
asdfa

د کورنیو چارو وزارت عامه امن پولیس د ترافیک پولیسو په همغږۍ، کابل ته د بې اسنادو وسایطو د نه را ننوتلو په موخه د کابل په دروازو کې د پلټنې ځایونه جوړ کړي.
عامه امن پولیس، د هغو وسایطو د را ننوتو مخ نیوی کوي چې اسناد نلري او کابل ته راځي.
د یاد اقدام په پایله کې، په دې وروستیو ورځو کې، ۳۸۱ عرادې بې اسناده وسایط د کابل ارغندۍ په دروازه کې درول شوي او کابل ته یې له را ننوتو څخه مخ نیوی شوی.