بلخ کې ۶۳۳ تنه د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

د بلخ ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۳۳ تنه منسوبین د مسلکي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د بلخ ولایت مرستیال الحاج مولوي نورالهادي "ابوادریس" ګډون کړی و. نوموړي د یاد مرکز له مسؤولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، اطاعت د نظام د ساتنې لومړنی ګام دی. هغه پر متقابل احترام او همغږۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې همدا ارزښتونه د تاریخ په اوږدو کې د نظامونو د بقاء لامل ګرځېدلي دي.
نوموړي فارغانو ته په خطاب کې وویل: "تاسې د نظام یوه مهمه برخه یاست؛ نو د یونیفورم، خپل شخصیت او د وطن د حق درناوی وکړئ."
دغه راز، د بلخ د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان الحاج شیخ محمد صابر "الفت" هم وینا وکړه. نوموړي فارغانو ته توصیه وکړه چې له یاد مرکز څخه یې کوم څه زده کړي، د دین او خلکو په چوپړ کې وکاروي، له خلکو سره ښه چلند وکړي، خپل ظاهر او باطن د نبوي سنت مطابق برابر کړي او د ښو اخلاقو او نېک چلند مثال وګرځي.
د غونډې په پای کې فارغانو ته د تصدیقنامو وېش هم ترسره شو.