بلخ کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۳
7

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو او قمار په تړاو نیولي دي.
همداراز؛ د وسله والو غلو یوه ډله چې غوښتل یې د مزارشریف ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې د یوه تېلو ټانک پیسې غلا کړي، له پولیسو سره نښتې، چې له امله یې یو غل وژل شوی او بل یې له یو میل کلاشینکوف وسلې او یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.