بلخ کې ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۸:۴۹
sdasf

د بلخ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تېرو دوو اونیو په لړ کې د مزارشریف ښار په مربوطاتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د غلا، قمار، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي او د نسبتي دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.