بلخ کې یو تن د ترهګریزو بریدونو د طرح کولو په تور ونیول شو

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۹:۱۸
h

یکشنبه، د غوايي ۱۵مه ۱۳۹۸

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په مزار شریف ښار کې یو لړعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیول شوی.
نیول شوی کس قاري عزیز نومیږي او د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب، عشر او ذکات د ټولولو دنده یې په غاړه درلوده.
همداراز یاد کس د ترهګریزو پېښو په طرح کولو کې لاس درلود.