بلخ کې د وسله‌والو غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
1

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ هدف‌مند عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو غلو یوه درې کسیزه حرفوي ډله چې تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وه او یوه میاشت مخکې یې په مزار‌شریف ښار کې د یوه خصوصي شرکت پیسې غلا کړې وې، نیولې ده.
یاد کسان د مزار‌شریف ښار د سیداباد په څلور‌لاره کې د یوه شخصي شرکت د پیسو له غلا وروسته تښتېدلي وو او د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ ونیول شول.
دې کسانو په مزار‌شریف ښار کې د یوه خصوصي شرکت د پیسو د غلا برسېره؛ د وژنې، باج‌اخیستنې، زورواکۍ او وسله‌والو غلاوو په نورو بېلابېلو جنايي قضیو کې هم لاس درلود.