بلخ کې د نشه یي توکو د پلور په تړاو پنځه تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۹:۳۸
سبیلس

د بلخ امنیې قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د مزارشریف ښار د درېیمې او نهمې ناحیې په مربوطاتو کې د یو پلټونکي عملیات په مهال پنځه تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۲۲ زره ټابليټ کا نشه يي ګولۍ، ۱۴ کیلو ګرامه تریاک او نهه کیلو ګرامه چرس او همداراز یو میل تومانچه ترلاسه شوې ده.