بلخ کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی وژل شوی او پنځه غړي یې نیول شوي

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ملي امنیت له منسوبینو سره یو ځای د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې یو لړ شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی وژلی او پنځه نور غړي یې نیولي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو څو میله بېلابېل ډوله وسلې، لاسي بمونه، نظامي تجهیزات، یو عراده موټر او نږدې ۷۰۰ زره افغانۍ هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.