بلخ کې د تابلېت k یوه دستګاه کشف او ضبط شوه.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۲۰
x
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په مزارشریف ښار کې له یوه کور څخه د تابلېت k نشه يي توکو یوه دستګاه کشف او ضبط کړه.
له یادې دستګاه څخه د تابلېت k یو شمېر ترکیبي توکي د پولیسو لاسته ورغلي.
د دې قضیې په تور یو تن نیول شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

پر کندهار هوايي ډګر د برید په تړاو یو تن ونیول شو.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو پر کندهار هوايي ډګر د ترهګریز برید په تړاو یو تن نیولی دی.
یاد کس د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

نورستان کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په نورستان ولایت کې څلور ترهګر طالبان ووژل.
ترهګر طالبان د نورستان ولایت په وانټ وایکل ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
د عملیاتو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

خوست کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی.

ملي پولیسو د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړو.
ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د باک ولسوالۍ په سیمو کې یو کړۍ ماین خښ کړی و، چې موخې ته. . .

بېرته خبرونه ته