بلخ کې دوه تنه د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۴۵

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه تنه د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله کلاشینکوفونه، یوه قبضه تفنګچه، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.