بلخ کې درې وسله وال غله ونیول شول

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په شولګره ولسوالۍ کې درې وسله وال غله نیولي دي.
یاد کسان د دې ولسوالۍ په خیراباد کلي کې نیول شوي او د وسله والو غلاوو په ګڼو قضیو کې لاس لري.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۵ سیټه موبایلونه او همدارنګه یو اندازه پیسې هم ترلاسه شوي دي.