بلخ کې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو لهخوا وژغورل شو

د بلخ امنیې قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د استخبارتو ریاست سره په همغږۍ په یو بریالي عملیات کې، د احمدشاه جان په نوم ۱۳ کلن ماشوم چې څو ورځې وړاندې د مزارشریف ښار له اوومې ناحیې څخه تښتول شوی و، نن روغ رمټ خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
یاد عملیات د بلخ د والي الحاج ملا محمدیوسف وفا په مشرۍ د ملي استخباراتو، ۸۸۸ قطعې، امنیې قوماندانۍ او نورو اړوندو ادارو لهخوا د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې ترسره شو، چې په پایله کې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه سړي تښتوونکي ووژل شول او یو تن ژوندی ونیول شو.
تښتول شوی ماشوم د خلاصون د عملیاتو څخه وروسته د بلخ ولایت په مقام د مسؤلینو له لورې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. د ماشوم کاکا حیاتالله د امنیتي ځواکونو مننه وکړه او دا یې د اسلامي امارت او خپلې کورنۍ یوه مهمه لاستهراوړنه وبلله.