بلخ کې؛ ۳۵ روږدي له درملنې وروسته رخصت او ۱۴ نور راټول شول
د بلخ امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت ۳۵ روږدي چې پخوا یې د یاد ولایت له بېلابېلو برخو د بستر او درملنې په موخه راټول کړي وو له بسترېدو وروسته د یوې ټاکل شوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته وسپارل.
همداراز، د بلخ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۴ روږدي د درملنې او بستر په موخه راټول کړي او د روږدو ځایي روغتیایي مرکز ته یې لېږدولي دي.