بلخ ولایت کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخنیوی وشو
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو او اطفائیې مدیریت منسوبینو د مزارشریف ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه اورلګېدنه په خورا سرعت او بېړنۍ توګه مهار کړه، چې د برېښنا د شارټۍ له امله په یوه استوګنیز کور کې رامنځته شوې وه.
د دغې اورلګېدنې له امله په اټکلي توګه شاوخوا ۲۵ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اطفائیې د پر وخت اقدام په پایله کې د کابو ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت مالونه او اجناس له سوځېدو څخه ژغورل شوي دي.