بلخ ولایت پولیسو له روزنیز مرکز ۵۰۷ تنه منسوبین له عقیده تي، مسلکي او تخنیکي زده کړو وروسته فارغ شول moi-af شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵ https://moi.gov.af/ps/%D8%A8%D9%84%D8%AE-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%D9%84%D9%87-%D8%B1%D9%88%D8%B2%D9%86%DB%8C%D8%B2-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2-%DB%B5%DB%B0%DB%B7-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%85%D9%86%D8%B3%D9%88%D8%A8%DB%8C%D9%86-%D9%84%D9%87-%D8%B9%D9%82%DB%8C%D8%AF%D9%87-%D8%AA%D9%8A%D8%8C-%D9%85%D8%B3%D9%84%DA%A9%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%AA%D8%AE%D9%86%DB%8C%DA%A9%D9%8A-%D8%B2%D8%AF%D9%87-%DA%A9%DA%93%D9%88-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%87-%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%BA د غونډې په پیل کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان الحاج پاسوال قاری روح الله عبیده “پیلوټ” خبرې وکړې، هغه نویو فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې یواځینی هدف د خدای تعالی رضا او د هېواد خدمت وګرځوئ، له مخالفتونو ځان وساتئ، خپل مسلک ته ژمن پاتې شئ د ولس چوپړ کې نه ستړې کېدونکې او مخلصانه هڅې وکړئ. وروسته نورو مشرانو هم په خپلو خبرو کې، د دوی هڅې وستایلې او له فارغو شویو منسوبینو یې وغوښتل چې د ولس او اسلامي نظام په ساتلو کې لا هڅې وکړي. غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده