بغلان کې ۱۱۸ کړۍ ماینونه کشف او ترلاسه شول

د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۱۱۸ کړۍ بېلابېل ډوله ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي.
همداراز په دې موده کې پولیسو د ځايي خلکو په همکارۍ سلګونه کړۍ نور ماینونه هم چې ترهګرو طالبانو د ترورېستي پېښو په هدف ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه وړي دي.
پر واټونو او عامه ځایونو کې د ماینونو خښول د ترهګرو طالبانو معمول کار دی او د ترهګرو دا کړنه په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالی اصلي لامل دی.