بغلان کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د مسؤلینو په هڅو هواره شوه 

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۱
asdfasfd

د بغلان ولایت د ده‌صلاح ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو قومونو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني د سولې او پخلاینې له لارې پای ته ورسېده.

 د یادو هڅو په پایله کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې پخوانیو اختلافاتو ته به د پای ټکی ږدي او د سولې، ورورولۍ، یووالي او متقابل درناوي روحیه به پیاوړې کوي.

د ده‌صلاح ولسوال، الحاج ملا علي‌محمد کامل، له دې اقدامه هرکلی کړی او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتي چې د اختلاف او دښمنۍ پر ځای د سولې او ورورولۍ لاره غوره کړي؛ ځکه سوله او متقابل درناوی د ټولنې د ثبات او پرمختګ بنسټ جوړوي.